رسنيزه خبرتيا: کابل کې د امارتوالو چارواکو چاپه د پښتو ټلوېزيون په دفتر په کلکو ټکو غندو
رسنيزه خبرتيا: کابل کې د امارتوالو چارواکو چاپه د پښتو ټلوېزيون په دفتر په کلکو ټکو غندو
تړاو کاپي کاپي شو
نن د کب ٢٣، ١٤٠٠، غرمه ١ بجه امارتوالو چارواکو د پښتو ټلويزيون په دفتر چاپه ووهله. په غيرقانوني ډول، زورواکۍاو ګواښونو څخه په کار اخيستلو دفتر ته ننوتل چې شخسي(ص) امنيتي توکي او کامره يې د کورنيو چارو وزارت ته له ځان سره يوړه. په زور ولسي کورونو او دفترونو ته ننوتل ستونزې نشي حل کولاى او کېداى شي د ولس او امارتوالو ترمنځ ناوړه پېښو سره د سترو سياسي ناخوالو لامل هم شي.

امارتي چارواکي بايد په کورونو او دفترونو د يرغل کولو څخه ډډه وکړي که په زور ستونزې حل کېداى نو هغه يرغلونه چې پردغه ولس يې د بمونو مورګانې لا غورځولې د افغان ولس د خپلواکۍ روحيه به يې ځلپلې او د خپلواکي غوښتونکو ملاتړ به يې نه کاوه. افغان ولس زياتى نه مني که هغه په هره بڼه او د هرچا له لخوا وي. دا چې هر يرغلګر زموږ په هېواد کې مات شوى، د ګاونډي اجرتي قاتل شومې موخې به هم ستر څښتن ج ماتې کړي.

تېره يوه لسيزه پښتو ټلويزيون د لوېديځوالو د کلتوري يرغل چې په زرګونو رسنۍ يې زموږ د کلتوري بنسټونو د ويجاړۍ لپاره ګمارلې وې او ځينې يې لا هم د بهرنيو په مرسته په هېواد کې چلېږي چې ناخبره امارتوال چارواکي يې په لاشعوري ډول هره ورځ د ډنډورو برخه وي. موږ ددغه کلتوري يرغل او ګوډاګيو رسنيو په بډ يا خلاف سپېڅلې مبارزه کوله او لا يې هم کوو. پايله کې د تېر حکومت د دسيسو له امله لېوال شرکت چې د پښتو ټلويزيون سپېڅلې پانګونه په خپله ګټه او افغاني تخنيکي وړتياوو پرمټ کوله چې په نړيواله کچه ستايل کېدلې. موږ د هر ډول بهرني ملاتړ څخه پرته پښتو ټلويزيون چلاوه او خپله د خپلواکۍ داعيه مو پرمخ بوله چې پايله کې د ډول ډول سياسي او شتمنيزو ستونزو سره تېر حکومت مخ کړو.

يوه يادونه اړينه ګڼم ما پخپل نوښت او پوهه په هېواد کې پر سپوږمکۍ د ټلوېزيونو او راډيوګانو خپرولو لپاره ډېر ارزانه ستر نوښتيز سيستم جوړ کړ چې له امله يې ٢٠١٢ کال کې زه د سپوږمکيو برخه کې د نړۍ ٥٠ نوښتګرو کې راغلم. تېر حکومت نه دا چې زموږ د لاسته راوړنې ستاينه او ملاتړ ونه کړ چې اوس به يې هېواد ته په ميليونو ګټه راوړله، بلکې شاوخوا ٢٠٠ميليونه ډالر مرسته شوي او د افغان ملت د مخابراتو د ماليې ډالر يې ولږول چې لېوالسټ په نابريالي افغانسټ ناکامه کړي او پښتو ټلوېزيون چې کابل او مهمو ولايتونو کې يې ځايي پريکونسي نه ورکوله له سپوږمکۍ څخه هم محروم کړي.

داسې وخت کې چې پښتو ټلويزيون خپرونې اوس يوازې د خواله رسنيو تربريده محدودې دي. تېره ورځ #پښتون_قامي_جرګه_بنو
په اړه موږ مالومات شريک کړل چې تر هغه وروسته د يو غليم ګاونډي هېواد د چارواکو او استخباراتو په لمسون کېداى شي د پښتو ټلويزيون په انګړ چاپه وهل شوي وي چې زموږ کارکوونکي يې د وېرې او ترهې سره مخامخ کړل.

په داسې وخت کې چې تېره اونۍ پلټنه تېرشوې وه او د امنيتي توکو قانوني اسناد دوى سره شريک شوي ول. موږ په امارتوالو غږ کوو چې چارې په قانوني ډول مخ ته بوځئ، که د چا کور يا دفتر ته ورځئ بايد مخکې ورسره په ليکلې بڼه اړيکه وکړل شي يا استعلام ورکړل شي او ولسي خلک حکومتي ادارو ته ور وغوښتل شي چې ستونزو ته حل وموندل شي. د پښتو ټلويزيون په دفتر د چاپې پروخت د امارت چړيان روان قاضيان او سحرايي محاکمه وو ان تردې نه يې غوښتل ماسره په ټليپون خبره وکړي. کارکوونکي يې ګواښل او توکي يې ټولول. داسې حال کې چې امارتوال هره ورځ افغان سياستوالو ته ډنډوره کوي چې هېواد ته راستانه شئ، خو له بلېخوا په هرڅه يې خېټه اچولې او په ډول ډول چې زما په خېر د ملت خواخوږي او خپلواک سياستوال سره داسې چلند کوي نو د هغوى خو د خداى ج مل شي چې دوى سره د امريکا د تلپشوې جګړې برخه وو.

موږ د امارتوالو په اړونده امنيتي ادراو غږ کوو چې ژر ترژره د پښتو ټلويزيون امنيتي تدابير ونيسي او تر دې وروسته د هرې ناوړه پېښې پړه به د امارت په غاړه وي.

نور رحمان لېوال
د لېوال شرکت او پښتو ټلويزيون مشر
پخوانى د ولسمشرۍ خپلواک نوماند